کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي راتلونکې اوونۍ کابل ته راشي.
پاکستاني رسنيو د لېندۍ په ١٨مه خبر ورکړى چې قريشي به د راتلونکې شنبې ورځ (د لېندۍ ٢٤مه) د افغان سولې پروسې په اړه له افغان مشرانو سره خبرې وکړي.
قريشي چې د پاکستان په ملتان ښار کې يې يوې غونډې ته وينا کوله، ويلي چې دغه سفر د امريکا د هغې غوښتنې په لړ کې ترسره کوي چې له پاکستانه يې په افغان سوله کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه په يوه استولي ليک کې په افغان سوله کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاريو ته ژمن دى.
قريشي په داسې حال کې کابل ته د سفر اعلان کړى چې تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى خليلزاد اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې وې.
په دې ليدنه کې قريشي په ډاګه کړې وه چې پاکستان د افغان شخړې د سياسي هواري ملاتړ کوي.
د يادونې ده، قريشي درې مياشتې مخکې هم کابل ته سفر کړى و.
login or register a new account.