ژبه

ولسمشر غني د سولې د خبرو بڼې  په اړه خپلې سپارښتنې د سولې له ټېم سره شریکې کړې

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٧): د سولې د خبرو ترسره کوونکي پلاوي د ولسمشر تر مشرۍ لاندې لومړۍ کاري ناسته وکړه.

د ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې ولسمشر غني د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر حقه اساسي کرښې او خپلې سپارښتنې په ځانګړې توګه د سولې د خبرو د ترسره کېدو د بڼې په اړه وړاندې کړې.

ولسمشر غني یادې غونډې ته وویل، وړاندې شوی لارښود په تېرو شپږو میاشتو کې د خلکو د پراخو مشورو پایله ده.

په دې ناسته کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او ویې ویل، د سولې لپاره د خبرو پلاوی د حکومت او خلکو ملاتړ لري.

دغه راز د ناستې پر مهال د ولسمشری ریاست د دفتر عمومي رییس عبدالسلام رحیمي، د سولې د اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزی او ډاکتر فاروق وردګ هم خبرې وکړې.

دوی د ولسمشر له لارښوونو مننه وکړه او ویې ویل، زموږ پر اوږو دغه دروند اېښودل شوی مسوولیت به په ټول توان او هڅه په مسوولانه ډول مخته وړو.

login or register a new account.