کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي د ازبکستان له مشرانو سره د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د امريکا سفارت له خوا د لېندۍ په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد پرون د ازبکستان له ولسمشر شوکت مرزايوف، د بهرنيو چارو وزير او نورو چارواکو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د افغان سولې پروسې پر پرمختګونو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې.
سفارت د دې ليدنو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زلمي خليلزاد تر څنګ په دې ليدنه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي او مرکزي اسيا هېوادونو په برخو کې مرستيال وزير هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې چې دواړو خواوو پر دې موافقه وکړه چې افغان شخړه له نظامي لارې نه هوارېږي، بايد له سياسي لارې هواره شي.
دغه راز امريکا او ازبکستان د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند پر پخواني کنفرانس هم خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو پر دې هم موافقه وکړه چې هېڅ افغان لورى بايد د سولې له پروسې پاتې نه شي او دا پروسه بايد افغان شموله وي.
د يادونې ده، زلمى خليلزاد د افغان سولې په اړه پر خپل درېيم سفر راوتلى او تر اوسه يې پاکستان، افغانستان او روسيې ته هم سفرونه کړي، ټاکل شوې ده چې هغه قطر، متحده عربي امارات او بلجيم ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.