ژبه

د دفاع وزارت: چا چې د کونړ عملياتو کې وظيفوي غفلت کړى، قانوني چلند ورسره کېږي

کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧) : د ملي دفاع وزارت وايي، په کونړ ولايت کې د ملکي تلفاتو پېښه څېړل کېږي او چا چې په دې پېښه کې وظيفوي غفلت کړى، له قانون سره سم به ورسره چلند کېږي.

وړمه شپه د افغان او نړيوالو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې چې د کونړ په شلطن ولسوالۍ کې ترسره شوي، د وسله والو مخالفينو ترڅنګ ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال په دې عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يواځې د ١٥ ملکي وګړو ټپي کېدل مني، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي سخي مشواڼي نن ولسي جرګې ته ته وويل، چې په دې عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٩ ملکي وګړي او تر ٣٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کونړ پېښه په سمه توګه څېړل کېږي.

هغه زياته کړه، هر چا چې په دې عملياتو کې وظيفوي غفلت کړى او يا يې غلط معلومات شريک کړي، د قانون په چوکاټ کې به ورسره چلند وشي.

خو غفور دا هم وويل، چې په دې عملياتو کې د طالبانو او القاعدې د مهمو بهرنيو مشرانو په ګډون تر ٤٠ زيات وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال د هېواد وسله وال ځواکونه په کونړ، ننګرهار، هلمند، کندهار، فراه، بادغيس او فارياب کې عمليات پيل کړي، وسله والو مخالفين يې ځپلي  او د هغوى مالي سرچينې يې له منځه وړې دي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش هم ويلي، چې د کونړ د پېښې په اړه پلاوي پلټنې پيل کړي او کله چې بشپړې شوې، له رسنيو سره به يې شريکې کړې.

login or register a new account.