کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه د څلورو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو په کچه غونډه ترسره شوه.
د افغانستان د ملي شورا وياند طارق ارين د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور اړخيزه غونډه پرون په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو او استازو برخه اخيستې وه.
نوموړي وويل چې د دې غونډو لومړۍ هغه یې تېر کال په امريکا کې شوې وه او دا د دې لړۍ څلورمه غونډه وه.
بلخوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په خپله ټويټرپاڼه کې د اماراتو له حکومته مننه کړې ده چې د دې غونډې کوربه توب يې وکړ.
هغه زياته کړې چې په دې غونډه کې يې د جنيوا کنفرانس پر مهال د ولسمشر اشرف غني له خوا اعلان شوې د سولې پر تګلارې په تفصيل سره خبرې وشوې.
محب ويلي چې ولسمشر په دې تګلاره کې د بين الافغاني مذاکراتو په لړ کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پر نېغو خبرو ټينګار کړى.
login or register a new account.