ژبه

نن په اماراتو کې د افغان سولې په اړه مهمه غونډه کېږي

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): ټاکل شوې ده چې نن  په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ مهمه ناسته وشي.

د افغان سولې په هڅو کې د امريکا ځانګړی استازى ډاکتر زلمى خليلزاد په خپل درېيم سفر کې پرون اماراتو ته رسېدلى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې هم ليدلي دي.

ټاکل شوې ده چې د اماراتو په نننۍ ناسته کې د امريکا او طالبانو د استازو تر څنګ د  سعودي عربستان، پاکستان او اماراتو استازي هم ګډون وکړي.

د افغانستان د حکومت يوه برحاله والي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت له خوا د سولې خبرو لپاره د اعلان شوي مرکچي پلاوي ځيني غړي يې پرون د کابل د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ليدلي دي.

د دې سرچينې په ګومان، قوي امکان شته چې د افغانستان د سولې  مرکچي پلاوی  هم د متحده اماراتو په ناسته کې ګډون وکړي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم په دې ناسته کې د ګډون پخلى کړى دى.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  په دې ناسته کې د دوى د سياسي دفتر غړي له امريکايي پلاوي سره په ګډه ګډون کوي.

هغه زياته کړې چې په دې ناسته کې د سعودي، پاکستان او اماراتو استازي هم ګډون کوي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم د افغان سولې په اړه د امريکا او د طالبانو د قطر دفتر د استازو ترمنځ په دوحه کې دوه ځلې ناستې شوې دي.

د ا مريکا ځانګړى استازى د اماراتو تر ناستې مخکې پاکستان، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان او بلجيم ته سفرونه کړي او پر افغان سولې يې مشورې او خبرې اترې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان څو ورځې مخکې ويلي وو چې د دوى په مرسته د طالبانو او امريکا ترمنځ مهمه  ناسته کېږي.

login or register a new account.