ژبه

صيقل: ځيني هېوادونه د سولې له پروسې ناوړه ګټه پورته کول غواړي

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړى استازى وايي، افغانان داسې سوله غواړي چې په کې د ١٧ کلونو لاسته راوړنې خوندې پاتې شي.

د افغانستان ځانګړي استازي محمود صيقل دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.

د امنيت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څلور مياشتني راپور په اړه ځانګړې غونډه نيولې وه چې څو ورځې مخکې يې وړاندې کړى و.

په دغه راپور کې د افغانستان د وروستيو څلورو مياشتو امنيتي حالات، د ولسي جرګې ټاکنې، د ولسمشريزو ټاکنو، سولې پروسې، د فساد او نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د حکومت له خوا د اصلاحاتو پر پروګرام  خبرې شوې دي.

د افغانستان ځانګړي د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل چې ځيني هېوادونه غواړي له دې ناوړه ګټه پورته کړي.

صيقل د کوم هېواد نوم وا نه خيست، خو ګواښ يې وکړ چې د افغانستان خلکو ته دا ډول کړنې چې له سولې د يوې وسيلې په توګه د ځان په ګټه کار واخلي، د منلو وړ نه دي.

نوموړى وايي: ((موږ تلپاتې سوله غواړو او په دې برخه کې له سياسي، ټولنيزو او اقتصادي فرصتونو څخه استفاده کوو.))

د نوموړي په وينا، افغانان داسې سوله غواړي چې په کې بشري حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو حقوق او د تېرو ١٧ کلونو لاسته راوړنې خوندي وي.

login or register a new account.