ژبه

له سوريې د امريکايي ځواکونو وتل پيل شول

کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٧): د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه له سوريې د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.

د امريکا ولسمشر ټرمپ پرون د دغه هېواد د دفاع وزارت پنټاګان ته ويلي وو چې له سوريې د ځواکونو د ژر تر ژره ايستلو لړۍ پيل کړي.

د يادونې ده، د داعش پر ضد د مبارزې لپاره په سوريه کې شاوخوا دوه زره امريکايي سرتېري مېشت دي چې په کې د بهرنيو چارو وزارت او استخباراتي مامورين هم شامل دي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې سر له ننه د يو شمېر پوځي مشاورينو او ډیپلوماتو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.

ډونالډ ټرمپ ويلي چې په سوريه کې يې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او هلته نور د امريکايي ځواکونو پاتې کېدو ته اړتيا نشته.

امريکايي ځواکونه په سوريه کې د کردي ځواکونو په ملاتړ د داعش پر ضد عمليات ترسره کول، خو په دې وروستيو کې د کرد ځواکونو پر سر د ترکيې او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوې وې او ترکيې په سوريه کې د کردانو پر ضد عمليات پيل کړي وو.

بلخوا د ټولنيزو شبکو يو شمېر افغان کاروونکي له سوريې د امريکايي ځواکونو وتلو ته د افغانستان له سولې سره تړاو ورکوي.

ليکوال او ژورنالېست عنايت الله کاکړ په فېسبوک کې ليکلي چې روسيې او امريکا پر افغانستان او سوريې يوې پرېکړې ته رسېدلې دي.

د هغه په ګومان، امريکا به له سوريې وځي او هلته به د روسيې د ګټو ملاتړ کوي، بلخوا روسيه يې په بدل کې د افغان سولې په برخه کې د امريکا د هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې به د امريکا د پلانونو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

نوموړي هيله ښودلې وه چې له دغه کار سره په افغانستان کې هم سوله ممکنه شوې ده.

login or register a new account.