ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له حکومت سره خبرې د امنيتي تړون لغوه کولو سره مشروط کړ

طالبانو له حکومت سره خبرې د امنيتي تړون لغوه کولو سره مشروط کړ

author avatar
21 Dec 2018 - 11:26
طالبانو له حکومت سره خبرې د امنيتي تړون لغوه کولو سره مشروط کړ
author avatar
21 Dec 2018 - 11:26

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٧): وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې نېغ په نېغه خبرې او مذاکرات د امنيتي تړون لغوه کولو سره مشروط کړ.

شاوخوا څلور کاله مخکې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي اوسني حکومت د خپلې واکمنۍ په دويمه ورځ له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ.

له کله راهيسې چې افغان حکومت او امريکا د سولې هلې ځلې پيل کړې دې، پر بين الافغاني مذاکراتو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر نېغ په نېغه خبرو ټينګار کوي، خو وسله والو طالبانو تل دا غوښتنه رد کړې، چې ګوندې ددوى په وينا، افغان حکومت واک او صلاحيت نه لري، دوى له امريکا سره خبرې کوي.

په دې وروستيو کې امريکا ډاکتر زلمى خليلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړى استازى وټاکلو، هغه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتولپاره هڅې پيل کړې،  خو دا هڅې وروسته له هغې زيانمنې شوې، چې طالبانو د متحده عربي اماراتو د څو ورځو وړاندې په ناستو کې له تللي افغان مرکچي پلاوي سره له ليدنې انکار کړ.

طالبانو پخپله وېب پاڼه کې د يوې ليکنې په ترڅ کې د اماراتو د ناستو جزئيات په ډاګه او له افغان پلاوي سره د نه ليدلو لاملونه يې څرګند کړې دي.

په ليکنه کې راغلي، چې د اماراتو د ناستو اساسي اېجنډا  له افغانستان څخه نه د بهرنيو ځواکونو وتل وو، دغه راز په راتلونکي کې له افغانستان نه امریکا او غرب ته د خطر متوجه کېدلو په اړه د امريکا اندېښنې د بحث دويمه اجنډا وه، چې د دوى پلاوي يې د ډاډ ورکولو قانع کوونکی دلايل وړاندې کړل.

طالبانو ويلي، چې دغه راز په دې ناستو کې دا راز د بندیانو خلاصون، د تورلېست ختمول، د دفتري ادرس رسميت او داسې نور هغه څه وو، چې د مذاکراتي بهیر د پرمخ بیولو، د باور رامنځ ته کولو له مبادي وو څخه وګڼل شول.

په ليکنه کې راغلي، چې امریکا وار له مخه دا کارونه باید ترسره کړي، ترڅو دا مذاکراتي پروسه په برياليتوب سره پرمخ یووړلای شي.

طالبانو په دې ليکنه کې په ډاګه کړې، چې له افغان دولتي پلاوي سره يې ځکه ونه ليدل، چې د دوى مسايل افغان حکومت ځکه نه شي حل کوى چې دوى په وينا، واک نه لري.

په ليکنه کې راغلي، که بيا هم د کابل اداره، له طالبانو سره د تفاهم تلوسه لري، نو لومړی دې سمدستي امنيتي تړون لغوه، او امريکايي ځواکونو ته دې ځواب ورکړي، بيا به  ښيي چې طالبان له حکومت سره هم د تفاهم په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

بلخوا افغان حکومت او د امريکا ځانګړي استازي هم له افغان پلاوي سره پر نه ليدلو پر طالبانو سختې نيوکې کړې دي.

د امريکا استازي زلمي خليلزاد پرون په کابل کې وويل، چې دغه کار به د طالبانو په زيان تمام شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.