ژبه

ټرمپ سره د اختلافاتو له امله د امريکا ددفاع وزير استعفى ورکړه

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٧) : له سوريې او افغانستان څخه د ځواکونو پر ويستلو او پر يو شمېر نورو مسايلو ولسمشر ټرمپ څخه د اختلافاتو له امله د امريکا د دفاع وزير استعفى ورکړې ده.

د امريکا ددفاع وزير جيمز ميټس پرون په يوه ليک کې ولسمشر ټرمپ ته خپلى استعفى وړاندې کړې، چې د ټرمپ لخوا منل شوې ده.

خو ميټس به د ٢٠١٩ زېږديز کال د فرورۍ مياشتې تر وروستيو پورې خپله دنده پرمخ بيايي.

هغه ويلي، چې د خپل هېواد او متحدينو د پياوړتيا هیله لري، خو ددې وخت دی چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په ټويټر کې ليکلي دي، چې ميټس ورسره په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ کارونه کړي دي، خو اوس ددې وخت دی چې تقاعد شي.

خو تر اوسه ټرمپ د نوي دفاع وزير په اړه څه نه دي ويلي.

جیمز ميټس  د امریکايي پوځ جنرال و، چې تر ډېره د جنګي فکر د لرلو له امله پر ليوني سپي مشهور و. هغه په افغانستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکا نظامي ماموریتونه مخ ته وړي دي.

ويل کېږي، چې هغه په اوسنيو شرايطو کې له سوريې څخه دامريکايي ځواکونو له وتلو سره  مخالفت درلود او نه يې غوښتل چې په بيړه له افغانستان څخه هم امريکايي ځواکونه ووځي.

امريکا دوه ورځې مخکې له سوريې څخه او پرون يې د افغانستان څخه د سرتېرو د ويستلو اعلان کړى دى.

login or register a new account.