کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د لېوال شرکت او پښتو ټلوېزيون مشر نور رحمن لېوال هم ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند اعلان کړى دى.
د لېوال د ټاکنيزو چارو مشر محب الله سهاک د مرغومي په لومړۍ نېـټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې يې د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه معلوماتي کڅوړه ترلاسه کړې ده.
هغه زياته کړه، د نوماندانو د نوم ليکنې پروسه پيل شوې او تر ټاکلې نېټې مخکې به نور رحمن لېوال له خپلو سلګونو پلويانو سره ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم ليکنه وکړي.
نور رحمان لېوال د لېوال ملي پوهې پروګرام، لېوال د لرې ښوونځي او په هېواد کې کمپيوټري اسانتياوو نوښتګر او بنسټګر دى.
هغه د لېوال شرکت، پښتو ټلوېزيون مشر هم دى او د ١٣٩٣ لمريز کال ولسمشرۍ ټاکنو ته يې هم ځان نوماند کړى و، خو د کمېسيون له خوا يې نوم له لېسته غورځول شوى و.
لېوال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه يوه معلوماتي وېب پاڼه جوړه کړې او د پاڼې په سر کې يې ليکلي چې په حکومت کې به يې اجرائيه رياست نه وي او له هر قومه به يو مرستيال ټاکي چې د اساسي قانون له مخې، په هېواد کې ١٤ قومونه رسمي دي.
هغه د خپلې تګلارې په اړه ليکلي: "د ناوړه حکومتولۍ ستره ستونزه د رياستي، پارلماني او قومي جوړښتونو پر بنسټ تپل شوې ګډوله يا مرکب حکومتي سيستم دى، چې پايلو يې ملت له ستونزو سره مخ کړى، ټاکنو ته د ورتګ پر وخت موږ د اوسني ناوړه قومي وېش پرخلاف، د دوو مرستيالانو پرځاى په هېواد کې له مېشت هر قوم څخه د عدالت او حق ورکولو پر بنسټ يو، يو مرستيال ټاکو. "
هغه زياته کړې، ولسمشرۍ ته له برياليتوب وروسته، قانون کې سمون راولي، د ولسواکۍ، مديريت، مسئوليت او اهليت پر بنسټ يوازې پر يوه مرستيال او له پاتې نورو څخه د اړوند قومونو د مشاورينو په ډول بسنه کوو او زموږ په ټينګ مرکزي حکومت کې به يوازې همدوى مشاورين وي .
login or register a new account.