ژبه

فضلي: د امنیتي سکتور په رهبرۍ کې بدلون پر ګډ دښمن د تمرکز لپاره رامنځته شوی

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي وايي چې له روانې حساسې مرحلې سره قاطع چلند او پر ګډ دښمن د تمرکز اړتيا دا ايجابوله چې د افغانستان امنيتي سکتور په رهبرۍ کې مثبت او اړين بدلونونه راشي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر اشرف غني پرون د استخباراتي ادارې (ملي امنيت) دوه پخواني مشران امرالله صالح د کورنيو چارو د سرپرست وزير او اسدالله خالد د ملي دفاع سرپست وزير په توګه وټاکل شو.

په داسې حالاتو کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کم وخت پاتې دى او د سولې په اړه هڅې هم روانې دي، پر دغو ټاکنو ځينو کسانو مثبت او منفي او څرګندونې کړې دي.

خو د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس د دې وخت را رسېدلى چې ټول افغانان د سياسي مخالف او دښمن تفکيک وکړي.

ده زياته کړه: ((موږ افغانان بايد مخالفتونه و زغمو، حوصله ولرو، خو د ملي ګټو په ځای کې بيا باید مخالفتونه يوې ډډې ته کړو او پر دښمنانو تمرکز وکړو.))

د فضلي په وينا، افغانان بايد د هېواد د هغو لوړو مسايلو ننګه وکړي چې د افغانستان د خلکو نسلونو نسلونو د هغو لپاره قربانۍ ورکړې دي.

login or register a new account.