ژبه

پيټرک شناهان د امريکا د دفاع وزارت سرپرست وټاکل شو

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت مرستيال پيټرک شناهان د دغه وزارت سرپرست ټاکلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د دفاع پخوانى وزير جيمز ميټس له سوريې او افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په غبرګون کې څو ورځې مخکې استعفى ورکړه.

هغه زياته کړې وه چې د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ مياشتې تر پايه پورې به خپله دنده پر مخ وړي، خو اوس ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د جنورۍ له لومړۍ نېټې فارغوي.

ټرمپ تېره شپه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د دفاع وزارت پياوړى او تکړه مرستيال پيټرک شناهان به د جنورۍ له لومړۍ نېټې د دفاع وزارت نوى وزير وي.

خو نوموړى تر رسمي وزير کېدو مخکې بايد د امريکا له مشرانو جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

امريکايي رسنيو ويلي چې ولسمشر ټرمپ د پخواني وزير ميټيس پر هغه ليک غوسه شوى چې د استعفى په توګه يې هغه ته استولى و.

په دغه ليک کې نوموړي د ولسمشر ټرمپ پر يو شمېر تګلارو نيوکې کړې وې.

ټرمپ تېره اونۍ له سوريې د خپلو دوو زرو سرتېرو د ايستلو اعلان کړى و، بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې امريکا غواړي له افغانستانه هم خپل نيمايي سرتېري وباسي.

login or register a new account.