کندهار (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): چارواکي وايي، په کندهار کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا په پیل شوو ژمنیو عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې لړ کې تېره شپه په میوند، معروف او شاولیکوټ ولسوالیو کې ګڼ وسله وال وژل شوي، ټپيان شوي او نیول شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د میوند ولسوالۍ په شلغمي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۲ ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي، دغه وسله وال په یوه ډاټسن موټر کې سپاره وو چې په نښه شول.
بلخوا امنیتي ځواکونو تېره شپه د شاولیکوټ ولسوالۍ په دښت او باختو سیمو کې هم عملیات کړي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل، په دغو علمیاتو کې چې مشري یې ځانګړو ځواکونه کوله، ۳ وسله وال وژل شوي او ۹ نور نیول شوي دي.
هغه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو پټنځایونه ویجاړ شوي، چاودېدونکي توکي او وسلې یې نیول شوي دي.
دی وايي، په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د معروف ولسوالۍ په توغړۍ سیمه کې بیا وسله والو د سرحدي ځواکونو پر ګزمه برید کړی چې د دواړو لورو ترمنځ د شپې تر ناوخته څو ساعته جګړه شوې ده.
درانی وايي، په دې جګړه کې د دوو مهمو قوماندانانو ملا فضل او شېر اغا په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره چې سرحدي پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
د یوه بل خبر له مخې، نن سهار شاوخوا یوولس بجې وسله والو د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د حاجي عرب په سیمه کې د ملي امنیت یو مدیر وژلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن