کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت نوى وزير امرالله صالح وايي چې له دې وروسته به هېڅ زورواکی پر ملي پولیسو د لاس پورته کولو جرئت ونه کړي.
صالح دغه څرګندونې تېر ماښام په ارګ کې د خپلې معرفۍ مراسمو کې وکړې. په دغه مراسمو کې پخوانيو وزيرانو، ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو ګڼ شمېر چارواکو برخه اخيستې وه.
امرالله صالح د ولسمشر غني له اعتماده په مننې وویل، د کورنیو چارو مخکني وزیر د لاسته راوړنو او اصلاحاتو لړۍ به همداسې دوامداره وساتي.
د هغه په وينا، د کورنیو چارو وزارت کې به د پولیسو مسلکي روزنې ته پام زیات کړي، څو د قانون تطبیق، د امنیت تامین او د خلکو د باور په جلبولو کې موثر تمام شي.
صالح زیاته کړه: ((له دې وروسته به هېڅ زورواکی نه یوازې پر ملي پولیس لاس پورته نه کړي، بلکې د ټولنې دغو خدمتګارانو او د کورنیو چارو وزارت بنسټ ته به د خلکو درناوی او باور زیات کړي.))
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم له ولسمشره د مننې تر څنګ وويل، په ټول توان به له هېواده د دفاع او خدمت په برخه کې خپلې هڅې او سرښندنې درېغ نه کړي.
خالد زیاته کړه، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په مدبرانه رهبرۍ به د ملي اردو د منسوبینو مسلکي روزنې، د هغوی د مورال او شپنیو عملیاتو د ظرفیت لوړولو په برخو کې لا ډېرې هڅې وکړي. همدارنګه یې د اصلاحاتو بهیر پر چټکولو او دوام هم ټينګار وکړ.
اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي دفاع او کورنیو چارو د مخکنیو وزیرانو د خدمت، غیر سیاسي چلند او هلو ځلو قدرداني وکړه او نوو سرپرستو وزیرانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ د بریاوو هیله وکړه.
هغه زیاته کړه، د افغانستان جنګي شرایط د تغییر او تبدیل تقاضا کوي. هغه په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې پر اصلاحاتو او همغږۍ ټینګار وکړ.
د ملي دفاع وزارت مخکني وزیر جنرال طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزارت مخکني وزیر ویس احمد برمک د خپلو ویناوو پر مهال د جمهور ريیس غني له باور او همېشني ملاتړه په مننې وویل، ورسپارل شوې دندې یې په ټول مسوولیت او صداقت ترسره کړې او د هېواد د صادقو بچيانو په توګه تل د افغانستان دفاع او خدمت ته چمتو دي.
login or register a new account.