ژبه

ايران له افغان حکومت سره په همغږۍ طالبانو سره د سولې خبرې کوي

کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): ايران وايي چې د افغانستان له حکومت سره په هغږۍ يې له طالبانو سره د سولې خبرې کړې دي.

د ايران د مهر رسنۍ د راپور له مخې، د دغه هېواد د ملي امنيت شورا وياند کيان خسروي تېره شپه په تهران کې دولتي ټلوېزيون ته ويلي، له طالبانو سره به د ايران دا اړيکې او ليدنې کتنې دوام لري.

هغه زياته کړه چې په دې اړه به د راتلونکو کېدونکو خبرو اترو او ليدنو معلومات له خلکو او له رسنيو سره شريکوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ايران د ملي امنيت شورا د دارالانشاء د رييس علي شمخاني په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى کابل ته راغى او له افغان مشرانو سره يې خبرې کړې دي.

راپورونه وايي چې په اماراتو کې د افغان سولې په اړه تر ناستو وروسته د طالبانو پلاوى تهران ته تللى او له ايراني چارواکو سره يې خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې ايراني پلاوي له ولسمشر غني او نورو افغان مشرانو سره له طالبانو سره د خپلو خبرو جزئيات او معلومات شريک کړي دي.

د ايران د ملي امنيت شورا وياند کابل ته د تللي پلاوي په اړه ويلي چې دوى له افغان چارواکو سره پر سولې، امنيت او دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې دي.

هغه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ممکنه وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې ايران يې هرکلى کوي او په ډاګه کړې یې ده چې له دې سره به په افغانستان کې سولې ته لاره هواره شي.

login or register a new account.