ژبه

سپينه ماڼۍ: ټرمپ تر اوسه له افغانستانه د سرتېرو ايستلو خبره نه ده کړې

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٧): سپينې ماڼۍ ويلي چې  ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو خبره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ځينو نړيوالو رسنيو د امريکايي سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې ګواکې ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستانه اووه زره سرتېري اوباسي.

خو په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت ادارې وياند ګريټ مارقيوس بلومبرګ ټلوېزيون ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه په دې اړه هېڅ کومه پرېکړه نه ده کړې.

هغه زياته کړې چې ولسمشر له دفاع وزارت سره هم په دې اړه کومه مشوره نه ده کړې او نه يې لېوالتيا ښودلې ده.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم څو ورځې مخکې ننګرهار ولايت ته  د سفر پر مهال په ډاګه کړې  وه چې تر اوسه ورته د سرتېرو د وتلو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز د امريکا لوى درستيز جنرال ډنفورډ چې د کرسمس رخصتيو نمانځلو لپاره افغانستان ته راغلى و، خپلو سرتېرو ته ويلي چې دلته دې خپل ماموريت ته دوام ورکوي.

login or register a new account.