ژبه

“له افغان حکومت پرته د سولې خبرې د پخوانيو ناکامو تجربو تکرار دى”

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٧): د کوزې پښتونخوا ملتپال عوامي نېشنل ګوند وايي چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له نظره غورځول به لويه تېروتنه وي.

دغه څرګندونې د دغه ګوند مرکزي غړي او د اطلاعاتو او فرهنګ مسوول ميا افتخار حسين پرون  په پېښور پوهنتون کې  د باچا خان مرکز له خوا د افغان سولې په اړه يوه سيمينار ته کړې دي.

هغه په ډاګه کړې چې د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې خبرې به هېڅکله بريالۍ نه شي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې روانې دي او ويل کېږي چې د اماراتو په ناسته کې طالبانو د افغان حکومت له پلاوي سره له ليدو انکار کړى و.

ميا افتخار حسين ويلي چې له افغان حکومت پرته د سولې خبرې پر مخ وړل به د پخوانيو ناکامو تجربو تکرار وي.

هغه د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې چې هېڅکله يې خپلواکه او بې پرې بهرنۍ تګلاره نه لرله او ټينګار يې کړی چې خپلواکه بهرنۍ تګلاره د پاکستان او ګاونډيانو په ګټه ده.

نوموړي افغان سولې ته په اشارې سره ويلي، دا خبرې هغه مهال بريالۍ کېداى شي چې اړوند خواوې رښتيني وي.

د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټې دغه غړى وايي چې د سولې د خبرو تر څنګ باید د داعش وسله والې ډلې پر ضد هم جدي اقدامات وشي.

هغه له پاکستان او افغانستانه غوښتي څو داسې تګلارې جوړې کړي چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې په کې خوندي وي.

login or register a new account.