ژبه

ولسمشرغني د سعودي له پاچا سره پر افغان سولې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٧): په رياض کې د افغان سولې په اړه تر کېدونکو خبرو مخکې ولسمشر اشرف غني د سعودي له پاچا سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

له ارګه د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړيکه کې ولسمشر غني د افغانانو په مشرۍ او مالکيت کې د سولې له پروسې د سعودي د پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز ال سعود له ملاتړه مننه وکړه.

ولسمشر په افغان سوله او ثبات کې د سعودي رول ارزښتناکه  وباله او ويې ويل چې د افغان سولې په اړه د سعودي کېدونکى کنفرانس راتلونکو مرحلو لپاره يوه ښه پيلامه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي پاچا خادم الحرمين الشريفين په دې اړيکه کې په ډاګه کړه چې سعودي د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د افغانستان او سعودي د ولسمشرانو ترمنځ دا ټيلېفوني اړيکه په داسې حال کې نيول شوې چې ټاکل شوې ده، دوه اوونۍ وروسته په سعودي کې د افغان سولې په اړه مهمه غونډه وشي.

ويل کېږي چې په دې غونډه کې د امريکا، طالبانو، پاکستان، امارات او سعودي استازي ګډون کوي، د افغان پلاوي د ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي.

د سعودي د غونډې پرېکړه څو ورځې مخکې په اماراتو کې د افغان سولې په اړه تر غونډې وروسته شوې وه.

login or register a new account.