کابل (پژواک، ٩ مرغومی ٩٧): د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت منسوبین دې له دښمن سره د سولې او پخلاینې په اړه له تبصرې او تحلیله ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت الله رحیمي نن په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، یادې څرګندونې د دغه وزارت سرپرست امرالله صالح کړې دي.
سرچینې زیاته کړې: ((له دښمن سره د احتمالي خبرو په اړه د ولسمشر د روښانه او څرګند سیاست په رڼا کې او په هغه کې پرله پسې پرمختګ چې که خدای ج غوښتي وو د ارامۍ او ثبات د تامین لامل شي، د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ ټولو برخو ته دغه امر شوی دی.))
صالح ویلي، د کورنیو چارو وزارت او پولیسو دندې مشخصې دي، نو ځکه دې له دښمن سره د سولې د خبرو په اړه له تبصرې او تحلیله ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د خبرو واک د دولت له مشرتابه سره دی، نه د وسله والو ځواکونو او دغه خبرې د کورنیو چارو وزارت پر موخو او پرمختیایي پروګرامونو هېڅ اغېز نه لري.
د کورنیو چارو سرپرست دغه راز څرګنده کړه چې د کورنیو چارو وزارت د سرچینو او امکاناتو د ضایع کېدو، په شخصي کېس کې له موقف نه د ناوړه ګټه اخیستو، شهرت غوښتنې او شبکې جوړولو څخه د مخنیوي په خاطر امر کېږي چې له سفیرانو، سیاسي او قومي رهبرانو سره د وزیر د لیدنې په ګډون د کورنیو چارو وزارت له لیدنو دې د تبلیغاتو لپاره هېڅ انځور او فلمبرداري نه ترسره کېږي.
سرچینې ویلي: ((له دغه ډول پېښې د انځور اخیستلو امر له وزیره نیولې پر ټولو سرتېرو علمي کېږي.))
د یادونې ده، امرلله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه له ټاکل کېدو وروسته ځینې مهمې پرېکړې صادرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته د دغه وزارت د کارکووونکو او پولیسو پر تللو بندیز ولګاوه.
دغه راز یاد وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې هېڅ پولیس له نظامي یونیفورم او وسلې سره د ودونو، شېریني خوریو او نورو مراسمو کې ګډون نه شي کولای او د پېر او پلور لپاره له خپلې کورنۍ سره یو ځای بازار ته نه شي تلای.
دغه راز یاد وزارت پخوا هم پولیسو ته امر کړی و چې له رسنیو سره د معلوماتو له شریکولو او د رسنیو په بحثونو کې له ګډونه ډډه وکړي.
login or register a new account.