کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٧): پر افغان سولې د خبرو اترو لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي قطر ته تللى دى.
د پاکستان د ملي راديو د خبر له مخې، قريشي پرون ماښام له اسلام اباده دوحې ته په رسمي سفر رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به د قطر د بهرنيو چارو له وزير، مرستيال صدراعظم او نورو چارواکو سره خبرې اترې کوي.
په راپور کې راغلي چې نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو د خبرو اترو ترڅنګ د ا فغانستان د سولې او ملي پخلاينې پر موضوع هم ځانګړې خبرې کوي.
بلخوا قريشي قطر ته تر روانېدو مخکې ويلي چې دغه هېواد پر افغان سوله کې مهم رول لوبولى شي او په همدې موخه غواړي چې له قطري چارواکو سره مشورې وکړي.
د يادونې ده، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي هم اوسېږي او تر دې مخکې په دوحه کې د امريکايي استازو او طالب استازو ترمنځ څو وارې خبرې اترې هم شوې دي.
دغه سفر په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير پر افغان سولې د خبرو او مشورو لپاره افغانستان، چين او روسيې ته هم سفرونه کړي دي.
login or register a new account.