کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): که څه هم سپينې ماڼۍ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي، خو پخواني امريکايي جنرال مېک کرسټال ويلي، امريکا اړه ده چې د ثبات تر راتګ پورې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او په دې ډول بې وخته څرګندونو هلته د سولې او سياسي حل هڅو ته زيانونه وا نه ړوي.
څه موده مخکې امريکايي رسنۍ والسټرېټ ژورنال د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستانه خپل نيمايي اووه ازره سرتېري اوباسي.
خو په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت د سلاکار د دفتر وياند وړمه ورځ له رسنيو سره په خبرو کې په ډاګه کړې چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه دوى ته داسې کومه خبره نه ده کړې.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخوانى قوماندان جنرال سټينلي مک کرسټال ويلي چې له افغانستانه د نيمايي امريکايي ځواکونو ايستل به د امريکا او افغان حکومت لپاره زيانونه ولري.
هغه زياته کړې، دغه کار به طالبان پر دې باوري کړي چې دوی جګړه ګټلی شي او په دې توګه به د سولې لپاره د دوی رامنځته شوې انګېزه له منځه ولاړه شي.
جنرال کرسټال پر ولسمشر ټرمپ نيوکه کړې چې په دغه ډول مسايلو کې رښتينى نه دی او خلکو ته دروغ وايي.
د نوموړي په وينا، امريکا اړه ده چې د ثبات تر راتلو پورې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او په دې ډول بې وخته څرګندونو باندې هلته د سولې او سياسي حل هڅو ته زيانونه وا نه ړوي.
login or register a new account.