ژبه

د اماراتو له ناستې وروسته طالبانو تهران ته دويم سفر کړى

 

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د افغان سولې په اړه د اماراتو له ناستې وروسته د طالبانو د قطر دفتر پلاوي په دويم ځل تهران ته سفر کړى او له ايراني چارواکو سره يې ليدلي دي.

دوه اوونۍ مخکې په متحده عربي اماراتو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه نېغ په نېغه خبرې اترې وشوې، دغه راز په دې ناستو کې بيا د سعودي، اماراتو او پاکستان استازو هم ګډون درلود.

د ايران د ملي امنيت شورا وياند څو ورځې مخکې ويلي وو چې د اماراتو له ناستې وروسته د طالبانو د قطر دفتر پلاوى تهران ته سفر وکړ او د اماراتو د ناستو په اړه يې ورسره معلومات شريک کړل.

اوس د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې د طالبانو پلاوى پرون يو ځل بيا تهران سفر کړی او پر افغان سولې يې له دوى سره خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د مرغومي په ١٠مه په تهران کې يوې خبري غوندې ته وويل چې کابل ته د ايران د ملي امنيت شورا د پلاوي له سفر وروسته پرون د طالبانو پلاوى تهران ته ورغلى و.

هغه زياته کړې چې د طالبانو پلاوي له ايراني چارواکو سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو تفصيلي خبرې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې د طالبانو له دغو سفرونو يې افغان حکومت په جريان کې کړى و او له هغوى سره پر همغږۍ ترسره شوي.

د  هغه په وينا، له دغه سفره موخه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو پيلولو ته  لاره برابرول وو.

ده زياته کړې: ((په سيمه کې د يوه مهم هېواد او ګاونډي په توګه ايران غواړي چې د سولې په پروسه کې خپل رول ترسره کړي.))

د هغه په وينا، په راتلونکي کې به وکتل شي چې ايران څه ډول عملي رول ترسره کولى شي.

قاسمي ويلي، ايران يواځېنى هېواد نه دى چې له طالبانو سره خبرې کوي، بلکې د امريکا په ګډون يو شمېر نور هېوادونه هم دغه کار کوي.

login or register a new account.