ژبه

عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازې وټاکل شوه

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): په اقتصادي همکاريو کې د بهرنيو چارو وزارت مرستياله عادله راز د ولسمشر اشرف غني له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفيرې او دايمي استازې په توګه ټاکلې ده.

د ملي يووالي حکومت يوې باوري سرچينې د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړې به د محمود صيقل پر ځاى چې د ماموریت موده یې پای رسېدلې، دغه دنده پيلوي.

عادله راز لومړۍ ښځه ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفيرې په توګه ټاکل کېږي. نوموړې له دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې په ارګ کې دنده لرله او له تېرو څو کلونو راهيسې په بهرنيو چارو وزارت کې دنده پر مخ وړي.

login or register a new account.