ګردېز(پژواک، ١٢ مرغومى ٩٧ ): د پکتيا اوسېدونکي او پوليس وايي چې په بېلابېلو پېښو کې ښکېل مجرم کسان په قضايي ارګانونو کې د فساد له امله بېرته خوشي کيږي.
خلک دا د جرمونو د دوام او امنيه قومانداني يې د پوليسو پر مورال د ناوړه اغېز او په دې مهم امنيتي ارګان د خلکو د باور زيانمنېدو عامل بولي.
د ګردېز اړوند د فېروزخېلو سيمې اوسېدونکی محمديوسف حنيف د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو غلو د يوې ډلې له خوا څو ځله د دوی د لويې لارې مسافر لوټل شوي او له ځينو يې موټر هم بيول شوي دي
خو په خبره يې چې د دې ډلې د کسانو له نيول کېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته بېرته خوشي شوي او خپلو کړنو ته دوام ورکوي.
حنيف وويل:((څو ځله موږ د دې شاهدان يو چې وسله وال غله او هغه کسان چې غيرقانوني کارونه کوي، نيول کیږي، غلا هم پرې ثابته شوې، خو مجازات کيږي نه او بېرته خوشي کيږي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه راز دپکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی هم وايي چې په قضايي ارګانونو، په تېره څارنوالۍ کې د فساد له امله نيول کېدونکي تورن کسان يا مجرمين بېرته خوشي کيږي.
مندوزی ياده چاره د مجرمينو د مجازات کېدو او ټولنيز ثبات د ټينګېدو د لارې خنډ يادوي او وايي چې هره اداره بايد د قانون د تنفيذ او خلکو ته د هوساينې لپاره کار او له دوی سره همکاري وکړي.
مندوزي پژواک ته وويل:((پوليس يا امنيتي ځواکونه په ډېر مشکل سره عمليات تر سره کوي او اختطافچيان، غله، قاتلين يا ترورستان نيسي، دا چې وروسته موږ خبرېږو، هغه خوشي کيږي، دا د همغو ادارو کار دی چې څومره وطن او خلکو ته او څومره پوليسو او د پوليسو زحمت ايستو ته وفادار دي.))
پر عدلي ارګانونو تور دی چې د مالي فساد سربېره تورنو کسانو ته د قانون د ځينو استثنايي مادو د برابرولو له لارې هم د خلاصون زمينه برابروي.
همدارنګه د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد مني او وايي چې د قضايي ادارو فساد يوه عمده ستونزه ده او په دې ستونزه ولسمشر، لويه څارنوالي او نورې اړوندې ادارې خبرې دي.
کټوازي پژواک ته وويل چې په يادو ادارو کې د فساد د مخنيوي هڅې روانې دي، خو په خبره يې ياده ستونزه په کم وخت کې له منځه نه شي وړل کېدی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن