میمنه (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۷): د هېواد په شمال کې د شاهین ۲۰۹ مې قول اردو قومانداني وايي چې په فاریاب کې د دولت ۱۱ مخالفین وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د دولت اته وسله وال مخالفین وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
سرچينه کاږي چې تېره ورځ د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو له امله درې وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه سنګرونه يې هم ويجاړ شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن