ژبه

کای ايډه: امريکا دې په افغان سوله کې بېړه نه کوي

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کاي ايډه امريکا ته مشوره ورکړې چې په افغان سوله کې دې بېړه نه کوي.

ايډه له ٢٠٠٨ کال څخه تر ٢٠١٠ زېږديز کاله پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى او د يوناما د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په ټولنيزه شبکه ټويتر کې په خپل يو پوسټ کې امريکا ته مشوره ورکړې ده چې په افغان سوله کې دې بېړه نه کوي.

هغه زياته کړې: ((که چېرې امريکا د افغان شخړې تلپاتې هوارى غواړي؛ نو په سوله کې دې بېړه نه کوي.))

د يوناما پخواني مشر ويلي چې د بېړې هڅه به يوه خطرناکه لوبه، د باور ماتېدل او د پروسې د له منځه وړلو په معنا ده.

کای ايډه امريکا ته په ډاګه کړې چې په افغان سوله کې دې د نورو هېوادونو د نېغ په نېغه ښکېلولو ډډه وکړي.

هغه له امريکا غوښتي دي چې د سولې په پروسه کې د افغانانو مالکيت ته درناوى ولري.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په تېرو دوو مياشتو کې افغانستان او د سيمې هېوادونو ته درې سفرونه کړي دي.

نوموړي له طالبانو سره هم درې ځلې نېغ په نېغه خبرې کړې او د اماراتو وروستۍ ناسته کې نورو هېوادونو هم برخه اخيستې وه.

د اماراتو تر ناستې وروسته چې طالبانو له افغان پلاوي سره له ليدلو انکار وکړ، د افغان حکومت غبرګون يې هم را وپاراوه.

د اماراتو تر ناستې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ويلي وو چې افغانان په بېړه کې د سولې تړون نه غواړي، په سوله کې بايد د افغانانو قربانۍ په نظر کې ونيول شي.

هغه زياته کړې وه،  افغانان دوامداره سوله غواړي، نه د عجلې تړون چې د افغانانو قربانۍ په کې له نظره وغورځول شي.

login or register a new account.