ژبه

د ملي امنیت سلاکار خپل هندي سیال پر سولې او پوځي همکاریو خبرې وکړې

کابل ( پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۷) : د هیواد د ملي امنیت سلاکار خپل هندي سیال سره پر سولې پروسې او پر پوځي همکاریو خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د مرغومي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د  ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب هند ته د خپل سفر په مهال او د یاد هېواد د ملي امنیت له سلاکاراجیت دووال سره په کتنه کې، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، امنیتي وضعیت، د ولسي جرګې ټاکنو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدو اړوند له لوړ پوړو چارواکو سره بحث کړی دی.

ارین وایي، دغه راز ډاکټر محب افغانستان سره په بېلا بېلو برخوکې په ځانګړې توګه د زېربنايي پروژو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې برخه کې د هند د رغنده مشارکت قدر داني وکړه.

په همدې حال کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال افغانستان سره مختلفو په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او د سترو زېربنايي پروژو سربېره اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

سرچینه وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار وغوښتل چې د همکاریو د پراختیا په هدف افغانستان ته سفر وکړي، چې هندي سیال یې بلنه ومنله.

 

login or register a new account.