ژبه

د ايران د بهرنيو چارو مرستيال طالبانو سره د خبرو ليدنو راپور ولسمشر غني ته ورکړ

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٧): د ايران د بهرنيو چارو مرستيال له طالبانو سره د خپلو ليدنو کتنو راپور ولسمشر اشرف غني ته ورکړ.

له ارګ څخه د مرغومي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد عباس عراقچي او ورسره راغلي پلاوي ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، دواړو لورو د دولت په دولت هراړخیزه اړیکو د ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه ولسمشر غني ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په دې کتنه کې د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په موخه په ټولو ابعادو کې پر لازیاتې کاري همغږۍ هم ټینګار وشو.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تر خبرو اترو وروسته د طالبانو پلاوي دوه ځلې ايران ته سفر کړى او له ايراني چارواکو سره يې خبرې کړې دي.

تېره اونۍ د ايران د ملي امنيت شورا پلاوى هم کابل ته سفر کړى او افغان مشرانو ته يې له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي وو.

login or register a new account.