کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): د سولې په اړه د ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داوودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري چې له دغه پلاوي سره ملتيا کوي، د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلاوى نن له غرمې وروسته اسلام اباد ته ورسېد.
هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د دغه هېواد د چارواکو تر څنګ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير عاطف مشعل له خوا يې هرکلى وشو.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده چې افغان پلاوى پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې نن ماښام د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ګوري.
طاهري وايي چې افغان پلاوى به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه او د دغه هېواد نورو سياسي او مذهبي مشرانو سره هم وګوري.
ده زياته کړه، که چېرې د دغه سفر پر مهال د پاکستان لومړى وزير عمران په اسلام اباد کې و او کوم بهرني هېواد ته نه و تللى؛ نو هغه سره به هم وګوري.
بلخوا د افغانستان د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفير عاطف مشعل نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال مېرمن تهمينه جنجوعه سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ دغه هېواد ته د افغان سولې عالي شورا د پلاوي د سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
login or register a new account.