کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٧) : د سولې عالي شورا وايي چې دافغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ د ګډې ناستې د لارې نقشه نهايي شوه.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري چې له افغان پلاوي سره اسلام اباد ته تللى، د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس او د سولې په اړه د سيمه ييزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار محمد عمر داوودزي تر اوسه ګڼ شمېر پاکستانيو چارواکو، مذهبي او سياسي مشرانو سره ليدلي دي.
هغه زياته کړه، نوموړي له مولانا فضل الرحمن، اسفنديار ولي خان، افتاب شېرپاو، د اسلامي فکري شورا مشر ديني سکالر ډاکټر قبله اياز سره تر اوسه ليدلي دي.
طاهري وايي، له مذهبي مشرانو سره په ليدنو کې په دې بحث وشو چې د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شي، چې ددواړو لوريو ترمنځ په دې اړه موافقه وشوه.
ده وويل، ټاکل شوې وه چې دا ناسته پخوا ترسره شوې واى، خو د پاکستان له خوا په دې پرخه کې همکاري کمه وه.
د نوموړي په وينا، د علماوو ددې ګډې ناستې په اړه د لاره نقشه نهايي شوه او وروسته به د دواړو هېوادونو دديپلوماتيکو سرچينو له لارې به يې په اړه عملي اقدامات وشي.
ده هيله څرګنده کړه چې د علماوو دا غونډه به د سولې عالي شورا سره په همغږۍ لومړۍ په ټيټه او بيا په لويه کچه ترسره شي.
د سولې شورا وياند وايي، د پاکستان له سياسي مشرانو سره په خبرو او ناستو کې افغان لوري وغوښتل چې پاکستان بايد په عمل کې خپلې ژمنې ثابت کړي، څو ددواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.
د هغه په وينا، افغانستان وايي چې د پاکستان اقدامات تر اوسه يې چې کړي، کافي دي او پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې له دې وروسته به عملي اقدامات وکړي.
طاهري وايي، څو پورې چې عملي اقدامات وشي، ددواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نه رامنځته کېږي.
login or register a new account.