کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٧): تر هند وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره چين ته رسېدلى دى.
د ملي امنيت شورا دفتر له خوا د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر محب به په خپل سفر کې د چين له بېلابېلو جګپوړو چارواکو سره وګوري.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنو کې به د افغانستان - چین ترمنځ امنیتي همکاریو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستراتېژیکو همکاريو بحث او نظريات شريک کړي.
د ملي امنيت سلاکار په داسې حال کې چين ته تللى چې د روانې اوونۍ په پيل کې يې هندوستان ته درې ورځنى سفر کړى و.
نوموړي له خپل هندي سيال سره پر دوه اړخيزو اړيکو او سولې پروسې خبرې کړې وې، په دې ليدنو کې هند له افغانستان د څلورو نورو پوځي چورلکو د مرستو ژمنه وکړه.
د افغان سولې په اړه دغه سفرونه په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم هند ته تللى او له هغه ځايه به بيا چين، پاکستان ته ځي او بيا به کابل ته راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن