کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۷): ډاکتر زلمي رسول په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره د خپلو دوو مرستیالانو عبدالجبار تقوا او غلام علی وحدت په موجودیت کې نوم لیکنه وکړه.
ډاکتر زلمي رسول په خپل ټاکنیز ټکټ کې عبدالجبار تقوا د لومړي مرستیال او غلام علي وحدت د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
زلمی رسول چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ بهیر په دوولسمه ورځ د پنځم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه په ۱۳۳۲ کال په کابل کې زېږېدلی، هغه له استقلال لېسې فارغ دی او د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې یې د فرانسې پلازمېنې پاریس کې کړې دي.
هغه له دري، پښتو، انګليسي، فرانسوي او اېټالوي ژبو سره بشپړه بلدتیا لري او په عربي هم پوهېږي.
زلمی رسول په ۲۰۰۲ کال کې د لنډې مودې لپاره د هوانوردۍ وزیر وټاکل شو او له هغه وروسته یې د افغانستان د ولسمشر د امنیت د مشاور دنده واخیسته او تر ۲۰۱۰ کاله یې یادې دندې ته دوام ورکړ، وروسته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګومارل شو.
رسول نن ماسپښین له نوم لیکنې وروسته رسنیو ته وویل: ((پر الله د توکل او د افغانستان د نجیبو خلکو په ملاتړ له «ملي یووالي، عدالت، امنیت، سوله او برابري» شعار سر ژمنه کوم چې د توپیري چلند، تعصب، نابرابریو سره به مبارزه کوم او د سولې، امنیت او ولسواکۍ د ټینګښت لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې کوم.))
نوموړي دې ته په اشاره چې د بریالیتوب په صورت کې به د سولې راوستو ته لومړيتوب ورکوي، هیله مندي ښکاره کړه چې له ټاکنو مخکې هېواد ته سوله راشي؛ ځکه له سولې پرته ټاکنې بې معنا دي.
هغه د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې راتلونکې ټاکنې رڼې او سراسري ترسره کړي، په دغه بهیر کې د هر ډول ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې به خلکو ته ځواب ورکوونکی وي.
له دې مخکې عبدالطیف پدرام له «ازادي، عدالت او امنیت»، محمد حکیم تورسن له «موږ عمل کوو شعار نه ورکوو)) شعارونو سره، سید نورالله جلالي او عنایت الله حفیظ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د ۲۹ ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د چنګاښ ۲۹ مه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو ورځ ټاکلې او د روانې میاشتې له ۱۳ مې تر ۳۰ مې یې یادو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې وخت ورکړی او ویلي یې دي، د ټاکنو کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو په اساس، هر څوک چې غواړي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي باید مسلمان، افغان، تر ټاکنو پورې باید څلوېښت کاله عمر د لرلو تر څنګ ۱۰۰ زره سټېکر پېژندپاڼې او یو میلیون افغانۍ د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.
login or register a new account.