کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د هېواد د ملي امنیت سلاکار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د سولې بهیر په پرمختګونو بحث وکړ.
د امنيت شورا له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن مخکې له غرمې د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيرانو هم ګډون درلود.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سولې پر بهیر، د دواړو خواوو ترمنځ پر مشترکې همغږۍ او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین پر هدف په نړیوالې اجماع بحث وشو او نظریات شریک شول.
د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو کې د اسانتیاوو په خاطر د امریکا متحده ایالتونو له رغنده رول او په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد د هڅو قدرداني وکړه او ويې ویل، په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره بشپړه اجماع موجوده ده.
سرچينې زياته کړې، دواړو خواوو همدا شان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر پر پیلېدو ټینګار وکړ.
د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه، اوس مهال د افغانستان امنیتي قواوو له ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې خپل نظامي قدرت ثابت کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت او خلک به يې د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ و اوسي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په پای کې دواړو خواوو پر مشترکو همکاریو، همغږیو او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.
login or register a new account.