ژبه

په افغانستان کې ټپي شوي امريکايي سرتېري ساه ورکړې

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : دامريکا ددفاع وزارت ويلي چې د افغانستان په جګړه کې يې يوه ټپي شوي سرتېري ساه ورکړې ده.

په واشنګټن کې دامريکا ددفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سرتېرى څو ورځې مخکې د افغانستان په بادغيس ولايت کې د يوې نښتې پر مهال ټپي شوى و.

سرچينې زياته کړې، دغه ٢٦ کلن سرتېرى په جرمني کې دامريکا روغتيايي مرکز ته ددرملنې لپاره لېږدول شوى و، خو پرون يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

دا په ٢٠١٩ زېږديز کال کې لومړنى امريکايي سرتېرى دى چې په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تېر کال په افغانستان کې شاوخوا ١٦ امريکايي سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.