ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشریزو ټاکنو د روان بهیر او د نظام د بدلون د ګونګسو په اړه د افغان سمون ټولنې اعلامیه

author avatar
20 Jan 2019 - 17:16
author avatar
20 Jan 2019 - 17:16

د مرغومي۳۰ مه، ١٣٩۷: څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ګڼ شمیر کسانو ځانونه نوماند کړي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده. هر نوماند له یو ځانګړي شعار سره رامخته شوی او ځینې نوماندان یا د ټکټونو غړي د نظام د بدلون خبره هم کوي او غواړي په دې ډول له ځانګړو ډلو او فکري ملګرو د رایې اخیستلو هڅه وکړي. 

د افغان سمون ټولنې غړي په دې عقیده دي چې د افغانستان اجتماعي جوړښت او جغرافیایې موقعیتته په پام سره دا هیواد باید پیاوړی مرکزي حاکمیت ولري او اوسمهال باید د نظام د بدلون هڅه ځکه و نه شي چې ولسواکي په افغانستان کې نوې تجربه ده.  که چیرې د مختلفو نظریاتو، افکارو او ډلو د فکر او اند پر اساس چې موخه یې یوازې او یوازې قدرت رسیدل وي، په نظام کې دومره ژر بدلون ته لاره هواریږي، نو د دې نوې ولسواکۍ پایښت به له جدي کړکیچ سره مخامخ شي او شونی ده چې خلک د نظام له ملاتړ څخه لاس واخلي.

 

د افغان سمون ټولنې په اند، پارلماني نظام په اوسنیو شرایطو کې لاندې ستونزېدرلودلای شي:

 

لومړی: افغانستان په ډیر لنډ مهال کې له شاهي مشروطه څخه تر جمهوري، دموکراتيکو، استبدادي، امارتي او رياستي نظامونه تجربې ترشا پریښي دي. له تاریخي پلوه د نظامونو دومره ژر بدلون د نړۍپه هیڅ هیواد کې نه دی تجربه شوی. که موږپه دغه ډول اقداماتو لاس پورې کوو، نه يوازې پر نظام بې باوري رامنځته کيږي، بلکه حکومتي ثبات هم له منځهځي. ځکه مختلفېډلې به په مختلفو وختونو کې راپاڅيږي او د نظام د بدلون غوښتنه به کوي، هره غوښتنه به له ځانه سره نوې  لانجې او ستونزې رامنځتهکوي. د افغانستان دریدلي ملت به چې اساسي غوښتنې یې د قانون واکمني، د خدماتو رسول او اقتصادي ښیرازتیا ده، په سیاسي کشالو کې بوخت شي او ټول افغانان به په دې فکر شي چې ولسواکي د دوی  د درد درملنه نه شي کولای او افغان سیاسي قشر د دموکراتيکو نظامونو د چلولو جوګه نه دی.

 

دویم، څرنګه چې پورته یادوونه وشوه، ځینې اشخاص او ډلې غواړي چې اوسنی ریاستي نظام په پارلماني نظام بدل کړي. موږ د سمون ټولنې غړي په دې باور یو چې په اوسنیو شرایطو کېپارلماني نظام په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوی دا حکومتي چوکاټ چې پرته له شکه به ځینې ستونزې هم لري، نور هم بې ثباته کوي، ځکه په افغانستان کې اختلافات ډیری مهال سليقوي، توکميز، قومي او سمتي بڼه لري، کله چې لومړی وزیر (صدراعظم) د ډير اختيار لرونکی وي کيدای شي، ولسمشر ته ځان مسؤل و نه ګڼي، او برخلاف ولسمشر کیدای شي ځان ټولواک وګڼي، نو د دوی ترمنځ به  اختلافات ژر ژر راټوکيږي او له قانوني دورې د بشپړیدا مخکې بهحکومت د ړنګيدوله ګواښ سره مخامخ کیږي. موږ په خپل ګاونډ کې د دا ډول پیښو شاهدان یو.

 

دریم، ټولو ته څرګنده ده چې د ولسواکۍ یو مهم اصل د درې ګونو قواوو تفکیک او د دوی ځانګړي صلاحیتونه دي، په داسې حال کې چېپه پارلماني نظام کې د قواوو تفکيک ډېر کم وي، ځکه مقننه قوه او اجرائيه قوه ټوله له پارلمان څخه مشروعيت اخلي.  سره له دې چې دا نظریه مطلقه نه ده ځکه په ځینو هیوادونو کې پارلماني نظام اغیزمن ثابت شوی دی. په اصل کې په پارلماني نظام کې د ولسمشر واک ډير کم وي. خو که چیرې د افغانستان شرایطو ته وګورو که چيرې ولسمشر د يو قوم استازولي وکړي او داسې بې واکه وي، نو هغه قوم ته به  دا موضوع هيڅکلهد منلو وړ نه وي او برعکس يې هم ممکنه ده. له بله پلوه کله چې پارلمان او اجرائيه قوه سره نږدې وي بيا به د پارلمان د تصاميمو پر وړاندې قوي مخالفت شتون نلري او هرڅه چې دوی غواړي هماغه به کيږي، یعنې د چک او بيلانس اصل چې ولسواکي ورباندې ولاړه ده له منځهځي.

 

څلورم، زموږ په اند، د حکومت مشرتابه په پارلماني سيستم کې د خلکو په مستقيمو رايو نه راځي او یواځې له پارلمان څخه مشروعیت اخلي، په داسې سیستم کې چې افغانان ورسره لا بلد هم نه دي او ولسواکي هم له یوه نوې ښکارنده ده، له يو طرفه به خلک ځان په سيستم کې نه ويني او له بله پلوه پارلماني معاملو ته لاره هواريږي، حکومت به ژر ژر ړنګيږي او بيا به د پيسو او فساد پر وړاندې د پارلمان غړي ایتلافونه جوړوي، يو لوری به نيسي او بل لوری به نيسي. د خدمت پر ځای به حکومتي دورې په معاملو تېرېږي. حتي دا کړنې موږ په رياستي سيستم کې د وزيرانو پر وړاندې هم په تیرو څو کلونو کې تجربه کړې. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.