ژبه

١٧ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور په  بند محکوم شول

کابل (پژواک،٩ سلواغه ٩٧): له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایه او استیناف محکمو ١٧ تنه په ټوله کې د ٦٣٢ کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور له څلورو تر ١٦ کاله بند محکوم کړل. 

د ياد مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد ١٧ تنه په تېرو ٧ ورځو کې د نشه يي توکو د قاچاق د لسو قضيو په تړاو په علني ډول محاکمه شوي دي. 

د ياد مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د څه باندې ۵۰ کیلوګرامه هیرویینو، څه باندې ۱۷۳ کیلوګرامه تریاکو، څه باندې ۳۹۸ کیلوګرامه چرسو او څه باندې ۱۱ کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) په تړاو دهېواد په بېلابېلو سیمو کې نيول شوي او له اړوندو دوسيو سره دغه مرکز ته استول شوي دي.

سرچينې د نورو محکوم شويو کسانو د جرمونو په اړه جزييات نه دي ورکړي، خو ليکلي يې دي چې له يادو کسانو دوه تنه يې هغه کسان دي چې غوښتل يې کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي توکي هندوستان ته قاچاق کړي.  

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوه اوونۍ مخکې هم د ياد مرکز د ابتداييه او استيناف محکمو ١٨ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور له درې کلونو او شپږ مياشتې تر لسو کلونو بند محکوم کړي.

login or register a new account.