کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر غني سره په ټيلېفوني خبرو کې ويلي چې د دوامدارې سولې تر ټينګېدو به د امریکا او افغانستان ترمنځ نظامي اتحاد پر ځای وي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د ټيلېفوني خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوامدارو همکاریو، د سولې پر پروسې او را روانو ټاکنو خبرې وکړې.
همدا راز د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې پژواک خبرى اژانس ته را رسېدلې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي: “ابهامات معمولاً له ځینو خبرو او اوازو پیدا کېږي، خو دا اوازې د عمل ځای نه شي نیولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات مستحکم دي.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دوامدارې سولې تر ټينګښت پورې به د امریکا او افغانستان ترمنځ نظامي اتحاد برقرار وي.
دغه راز ده په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه ويلي چې د امریکا متحدو ایالتونو دولت د افغانستان د دولت تر محوریت لاندې د سولې مذاکراتو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو استازو تر اوسه څلور ځلې د سولې په تړاو خبرې کړې او په دغو خبرو کې د افغانستان د حکومت استازي نه وو.
پرون په مسکو کې هم د سولې په تړاو د طالبانو د استازو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هېواد ځينو نورو سياسي څېرو په ګډون ناسته جوړه شوې او په دې ناسته کې هم د افغانستان د حکومت په استازيتوب څوک نشته.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، پر ټاکلي وخت د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو ملاتړ کړى.
ټاکل شوې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ٢٩مه ترسره شي، خو داسې اوازې هم شته چې کېداى شي د سولې خبرو په پايله کې موقت حکومت جوړ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په ياده ټيلېفوني مکالمه کې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو مرستې ستايلې او له پمپیو یې د مننې تر څنګ ويلي چې د افغانستان او امريکا د دولتونو ترمنځ اړيکې اوږدمهاله دي.