کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۷): ځينې سرچینې پژواک ته د اسنادو په وړاندې کولو سره ادعا کوي چې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې یو شمېر کارکوونکو او رییس د ولسي جرګې ځینو نوماندانو ته د دیموګرافي فورمونو په وېشلو د ټاکنو په ورځ درغلیو او سرغړونو ته زمینه برابره کړې ده.
په ټاکنو کې د هېوادوالو د ګډون په موخه د کاغذي تذکرو د وېش کمپاین د تېر کال په کب میاشت کې پیل او د روان کال د وږي په ۲۷مه پای ته ورسېد.
ټاکل شوې وه چې په دغه کمپاین کې پر شرایطو برابرو ۱۰ میلیونه کسانو ته تذکرې ووېشل شي خو د نفوسو د احوال د ثبت اداره وایي چې یوازې پنځه میلیونه تذکرې یې وېشلې دي.
خو ځینو سرچینو پژواک ته ویلي، د دغه کمپاین په جریان کې په لسګونه زره تذکرو کې جعل کاري شوې او خیالي کسانو ته وېشل شوې ده.
پژواک خبري اژانس ته په لاس ورغلي اسناد او شواهد ښيي چې د هېواد د نفوسو احوال د ثبت ادارې د رییس همایون محتاط په ګډون د دې ادارې ځینو کارکوونکو د تذکرو د وېش د کمپاین پر مهال د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د درغلۍ لپاره د دیموګرافۍ لسګونه زره فورمونه د اداري اصولو خلاف د ولسي جرګې ځينو نوماندانو ته وېشلي دي.
د ولسي جرګې نوماندانو ته د دیموګرافۍ فورمونو وېش
همایون محتاط په ۱۳۹۷/۰۳/۱۵ نېټه د ولسي جرګې د نوماند او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي رییس عبدالباقي ملک زاده په واسطه د نفوسو احوال د ثبت ادارې سیمه ییز دفتر ته لس زره دیموګرافي فورمونه ولېږل خو یاد کس یادې ادارې ته پاڼې نه دي تسلیم کړې.
په همدې حال کې د تخار د نفوسو احوال د ثبت اداره وروسته له هغه چې فورمونه یې د کارکوونکو لاسته ته ورځي د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره وايي چې په تخار ولایت کې د ولسي جرګې اوسنی استازی عبدالباقي ملک زاده د تخار په ځينو ولسوالیو کې نهه زره دیموګرافي فورمونه وېشلي دي.
د نفوسو احوال د ثبت ادارې او ټاکنو کمېسیون ترمنځ د هوکړه لیک نقضول
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د نفوسو احوال د ثبت ادارې ترمنځ د همکارۍ د شپږ ماده يي هوکړه لیک چې په ۱۳۹۶/۰۹/۰۵ نېټه لاسلیک شوی، د لومړۍ مادې په پنځمه فقره کې راغلي، د نفوسو احوال د ثبت مرکزي اداره باید له سمتي، قومي، ژبنیو، مذهبي او جنستي مسایلو او د احتمالي نوماندانو او سیاسي ګوندونو له نفوذي اعمالو پرته په بشپړ بې پرېتوب د تابعیت تذکرې ووېشي، خو د ولسي جرګې نوماندانو ته د تذکرو د زرګونه فورمونو په وېشلو سره دا فقره نقض شوې ده.
دغه راز د یاد هوکړه لیک د لومړۍ مادې په اتمه فقره کې راغلي: ((هر ډول تذکره چې په هر شکل د رایې ورکوونکو په توګه خلکو ته وېشل کېږي، مسوولیت یې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې پر غاړه دی، خو دې ادارې تر اوسه د هغو لسګونه زره تذکرو په تړاو چې د ستر ملي اېتلاف او ټولنیزو شبکو له خوا خپرې شوې، ځواب نه دی ویلی.))
login or register a new account.