کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): امنيتي ځواکونو نن د کابل د کارته پروان په ساحه کې د يوه کور د تلاشۍ په موخه چې ویل کېږي د جنرال جرئت کور دی، امنيتي تدابير نيولي وو، خو پرته له دې چې یاد کور تلاشي کړي، بېرته تللي دي.
دغه امنيتي ځواکونه نن له سهار راهيسې د کارته پروان په څلورلاره او شاوخوا ځينو کوڅو کې تر ستروګو کېدل، خو له غرمې وروسته په نږدې يوه بجه يې سيمه پرېښوده.
له دغو امنيتي ځواکونو يوه کس د جزئياتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى غوښتل چې په دې سيمه کې يو کور تلاشي کړي، خو د دغه کور په اړه ورکړل شوى راپور سم نه و؛ ځکه يې له تلاشۍ لاس پر سر شول.
په دې سيمه کې د جنرال دين محمد جرئت کور هم دى.
جرئت د افغانستان د جهاد او مقاومت له ارزښتونو د ساتنې خوځښت مشر دى او اوس يې د محمد حنيف اتمر له ټاکنيز ټکټه ملاتړ کړى.
له جنرال جرئت سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو جرئت ته يوې نږدې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو ځکه دغه سيمه کلابنده کړې وه چې جنرال جرئت بدنام کړي؛ ځکه چې په دې سيمه کې د جرئت کور او دفتر دى.
دى وايي چې امنيتي ځواکونو څه وخت مخکې (د روان کال د وږي په اوومه) په ننګرهار کې هم په همدې موخه د جرئت دفتر تلاشي کړى و.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د چارواکو په وينا، په دغه ولايت کې د جرئت له دفتره چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي وو.
جرئت مخکې د ولسمشر د سلاکار او د ملي امنيت شورا مرستيال په توګه دنده لرله، خو ولسمشر د روان کال په تلې مياشت کې له دغو دواړو دندو لرې کړ.
login or register a new account.