کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد يو ځل بيا د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو په سفر راوتلی دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ٢٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد پرون له واشنګټنه وخوځېد.
سرچينې زياته کړې چې به د فبرورۍ تر ٢٨مې نېټې پورځې به اتلس ورځې پر بېلابېلو هېوادونو ګرځي او د افغان سولې په تړاو به مشورې کوي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې زلمى خليلزاد به دغه ځل افغانستان، پاکستان، قطر، ترکيې، جرمني او بلجيم ته ولاړ شي.
نوموړى بلجيم ته په داسې حال کې سفر کوي چې ټاکل شوې ده دوه ورځې وروسته د ناټو د دفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغان سولې په تړاو خبرې وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له خليلزاد سره په دغه سفر کې يو شمېر نور لوړپوړي امریکايي چارواکي هم ملتيا کوي.
سرچينې ويلي، له دې هڅو موخه دا ده چې ټول افغانان د سولې په تړاو بين الافغاني مذاکراتو ته اماده کړي.
د يادونې ده، تېره مياشت خليلزاد سيمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال له نورو ګاونډيو هېوادونو او افغان مشرانو سره د ليدنو تر څنګ په قطر کې له طالبانو سره شپږ ورځې پرله پسې خبرې اترې کړې وې.
login or register a new account.