ژبه

عبدالله: طالبان په هېواد کې د سولې راتلو ته جدي اراده نه لري

کابل(پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس په هېواد کې د جګړې د دوام اصلي لامل طالبانو بولي او وايي، د سولې په اړه د یادې ډلې وروستي فعالیتونه زیاتره تبلیغي او د امتیاز غوښتنې اړخ لري.

اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د وزیرانو شورا ناستې ته وویل، سره له دې چې له هېواده د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو درې لسیزې تېرېږي خو د طالبانو د ضد له امله مو په هېواد کې اوس هم جګړه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه: ((هغه ګامونه چې طالبانو اخیستي د تبلیغاتو او امتیاز غوښتنې لپاره و نه د ښه نیت او جدي او واقعي خبرو لپاره، زه په دې باور یم چې کله سولې خوا ته ځو باید یو بل ته تېرېدونه موجوده وي څو مثبت ګامونه پورته شي.))

هغه د دې په روښانولو چې په خپلو غوښتنو او خوښو ټینګار سولې ته د رسېدو لاره نه ده زیاته کړه، سوله قرباني غواړي، خو دغه قرباني د خلکو د هیلو د قربانۍ په معنی نه ده، دا چې دغه ځمکه د ټولو افغانانو ده او ټول حق له لري چې په باعزته سوله کې ژوند وکړي او خپله هیله د سیاسي مبارزې له لارې په سوله ییزه توګه تعقیب کړي.

اجرایه رییس وویل، د سولې د راوستو لپاره، جوړجاړی، تېرېدنه او قرباني اړینه ده او هېڅ لوری نه شي کولای په خپلو غوښتنو ټینګار وکړي. دا د خلکو غوښتنه ده او باید ثابته شي چې خلک د اوسنیو شرایطو غوښتونکي دي یا که له دې څخه ښه وضعیت غواړي.

هغه روښانه کړه چې افغانان غواړي په خپلو پښو ودرېږي، پر بهرنیو ځواکونو تکیه نه وي او په سوله کې له ځان او نورو سره ژوند وکړي او دا د زیاترو افغانانو غوښتنه ده.

عبدالله دې ته په اشاره چې «څوک چې جګړه کوي د افغانانو دښمن دی» وویل، مخالفین که په هره ډله پورې تړاو ولري هغه وخت د افغانانو د سترګو روښنايي ګڼل کېږي چې له جګړې لاس واخلي او له سولې سره یو ځای شي، له دې پرته د خلکو دښمنان دي.

نوموړي زیاته کړه: ((ځینې وخت داسې فکر کېږي چې موږ د خپلې څوکۍ او مقام د ساتلو لپاره د نه منلو شرط پاتې شوي یو، په هېڅ صورت کې داسې نه ده، هر وخت چې د سولې د ټینګښت لپاره فرصت پیدا او د رښتينې سولې پر لوري حرکت وي له هغه څخه استفاده پر موږ لازمه ده.))

د ده په خبره، په داسې شرایطو کې چې هره ورځ افغانان مرګ ژوبله ویني، جګړه دوام لري او سیوري یې پر ټولو حرکتونو اغېز کړی، څوکۍ او مقام په سوله او ارامۍ کې د عادي وګړي د ژوند په اندازه خوند نه لري.

عبدالله وویل: ((بیا هم ټينګار کوم چې د وسلې په لیکه کې له داخلي یووالي پرته د سولې پر لوري حرکت به اغېزمن نه وي، له دغه وضعیت څخه یوازې هغه کسان ګټه اخلي چې ګټې یې د جګړې په دوام کې ويني.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ (د سلواغې ۲۱ مه) ولسمشر غني په ننګرهار کې اعلان وکړ چې که طالبانو د سولې خبرو ته تیار شي حکومت به په کابل، ننګرهار یا کندهار کې ورته دفتر جوړ کړي او امنیت به یې وساتي.

دا په داسې ده چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پنځمه دوره د روانې میلادي میاشتې په ۲۵ مه په قطر کې ترسره شي. د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو د دې دورې د پیل لپاره سیمې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته سفرونه پیل کړي. د خلیلزاد د سفرونو دا لړۍ به ۱۸ ورځې ونیسي.

login or register a new account.