کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧) : د امريکا او روسيې ځانګړي استازي زلمى خليلزاد او ضمير کابلوف به راتلونکې اوونۍ د افغان سولې په اړه په ترکيه کې سره وګوري.
د روسيې د ټاس اژانس د راپور له مخې، ضمير کابلوف نن د سلواغې په ٢٣مه، په مسکو کې خبريالانو ته ويلي چې دا ليدنه به د فبرورۍ په ٢٢مه، چې د کب له درېيمې سره سمون خوري د ترکيې په پلازمېنه انقره کې وشي.
هغه زياته کړې، دواړه خواوې به د افغانستان د سولې په اړه پر وروستيو پرمختګونو او روانو هلو ځلو خبرې اترې کوي.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي کابلوف دغه راز ويلي چې ددغه سفر پر مهال به د ترکيې له چارواکو سره هم دافغان سولې په اړه سلا مشورې وکړي.
نوموړى وايي، روسيه غواړي چې د طالبانو استازي د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
خو کابلوف په ډاګه کړې چې طالبان د افغانستان اوسنى اساسي قانون او ټاکنې نه مني او فکر نه کوي چې په کې به ګډون وکړي.
روسيه او امريکا په داسې حال کې دافغان سولې په اړه خبرې کوي چې څو ورځې مخکې په مسکو کې د طالبانو او افغان سياسيونو ترمنځ د سولې په اړه خبرې شوې وې.
login or register a new account.