کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٧): د افغانستان د الکترونيکي حکومتولۍ مرکز نن د مخابراتو او معلومات ټکنالوجۍ په اډانه کې پرانيستل شو.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې د افغانستان د الکټرونيکي حکومتدارۍ د مرکز پرانېسته د ماليې سرپرست وزیر پروفیسور محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي په حضور کې وشوه.
سرچينه کاږي، د الکترونیکي حکومتدارۍ مرکز کې د وزارت تخنیکی، مسلکي او تحقيق د برخې کارکوونکي د الکترونيکي حکومتدارۍ د بهیر د چټکتيا په موخه کار کوي، همدا شان د معاصرې ټکنالوجۍ د معرفي په موخه د تحقیقاتو او علمي څېړنو او په بېلابېلو سکتورونو کې، په مختلفو برخو کې، د پاليسيو جوړولو او الکټرونيکي حکومتدارۍ اړوندو ستراتيژيو او سيسټمونو د اتصال لپاره کار کوي.
سرچينه زياتوي، دغه مرکز د الکټرونيکي حکومتدارۍ د بهیر پراختيا، الکټرونيکي زده کړو، الکټرونيکي روغتيايي خدماتو، الکټرونيکي موټر چلونې لايسنس، جواز سیر، الکټرونيکي مالياتو، الکټرونيکي رايې اچونې، الکټرونيکي راکړې ورکړې او نورو برخو کې فعالیت کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي د دغه مرکز په پرانېسته کې وویل چې د مخابراتو وزارت د الکټرونيکي حکومتدارۍ د ترويج په موخه زمينه سازي کوي او د دغه مرکز پرانېسته د الکټرونيکي حکومتدارۍ د زیربناوو جوړولو په برخه کې یو مهم ګارم دی چې په عامه خدماتو کې ورسره روڼتيا رامنځ ته کېږي.
د ماليې وزارت سرپرست محمد همايون قيومي، مخابراتو وزارت ته د مبارکۍ تر څنګ د اغېزمنو عامه خدماتو د پراختيا او چټکتيا په برخه کې ددغه مرکز پرانېسته نېک ګام وباله، ويې ویل چې د ماليې وزارت د عوايدو او مالياتو ټولونې په برخه کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د سیسټمونو پلي کولو له لارې د همکارۍ غوښتنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن