کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٧): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړۍ ښځې استازې مېرمن عادلې راز د دې ادارې سرمنشي ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړې استازې له دفتره د کب په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن عادله راز چې په دغه سازمان کې د افغانستان لومړۍ ښځه سفيره ده، د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت ځانګړو مراسمو کې خپل باورلیک د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریس ته وسپاره.
سرچينې زياته کړې، عادله راز انټينو ته د ولسمشر اشرف غني سلامونه ورسول او له افغانستان سره یې د دې ادارې د مرستو له امله مننه وکړه.
د افغانستان د ځانګړي استازي دفتر وايي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغان سولې لپاره روانو هلو ځلو ته هيله مندي وښوده او ويې ويل چې دا هڅې به په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.
عادله راز دغه راز په ملګرو ملتونو کې د يو شمېر هېوادونو له استازو او سفيرانو سره هم ليدلي او د افغانستان پر اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
مېرمن راز له دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وياند د مرستيالې او له تېرو څو کلونو راهيسې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د يادونې ده، په ١٩٤٥ زېږديز کال کې د ملګرو ملتونو له تاسيس وروسته عادله راز د افغانستان د دوولسم استازي په توګه په یاد سازمان کې دنده پیلوي.
login or register a new account.