ژبه

افغان سیاستوالو د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه کلک غبرګون وښود

کابل (پژواک، ۶ وری ۹۸) : د  افغانستان سیاسي مشرانو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او دا یې په افغان چارو کې لاسوهنه بلللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د دویم ځل لپاره په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو د غوښتنې ترڅنګ پر افغان حکومت نیوکې هم کړې وې، چې د سولې پروسه کې خنډونه راولاړوي.

تر دې مخکې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو خبره کړې وه او هغه مهال هم افغانستان د پاکستان سفیر احضار کړی و.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دعمران خبرې په افغان چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او له ګاونډیو هیوادونو غوښتي دي، چې له افغانستان سره د متقابل احترام ښې اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، چې ګاونډي هیوادونه د موقت حکومت ترڅنګ د هر ډول څرګندولو څخه ډډه وکړي.

بلخوا د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم  د پاکستان لومړي وزير عمران په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو خبرې په کلکه غندلي او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د ياد هېواد ښکاره لاسوهنه ګڼلې ده.

هغه زیاته کړې، د ياد هېواد د لومړي وزير دغه نامناسبې او غيرمعقولې څرګندونې د ټولو نړيوالو اصولو، قوانينو او نورمونو پر خلاف دي.

مسلمیار وایي، افغانستان د يوه خپلواک هېواد په توګه پخپلو ټولو ملي، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو کې بشپړ خپلواک دی، ملي مسايل او ملي ګټې يې په ملت پورې اړه لري او موږ هيچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ده زیاته کړې : ((د افغانستان په مخکښو سياسيونو هم غږ کوم چې د ملي مسايلو او افغانستان شموله موضوعاتو په اړه سره همغږي او يوه خوله شي او د سولې او ثبات لپاره د يووالي او اتفاق لاره ونيسي.))

د مشرانو جرګې ویلي، افغانستان اوس د سيمې په کچه يو له هغو پرمختللو، پر ځان بسيا، له اقتصادي پلوه غني او په شاوخوا سيمه کې هسکه غړۍ هېواد دی چې د ډېرو ګاونډيانو په زړونو نه ځايږي او نه دوی د داسې سرلوړي او خپلواک افغانستان فکر لا کړی و خو اوس افغانستان د خپلې ملي اردو، اساسي قانون، ملي حاکميت، استقلاليت او ملي ارادې لرونکي ملت يوو او هيڅوک دې زموږ د ټوټې کولو او يا هم ورانولو خوبونه نه ويني.

بلخوا د ولسمشرۍ کاندید او د سولې او اعتدال ټیم حنیف اتمر هم د عمران خان خبرې رد کړې او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې د سولې او اعتدال ټیم د عمران خان څرګندونې غندي او له هغوی یې غوښتی دي چې دافغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

login or register a new account.