ژبه

د لويې څارنوالۍ د يوه کارکوونکي د وژل کېدو په تړاو  درې کسان  نيول شوي

کابل (پژواک، ۱۳ورى ۹۸): د کابل پوليس وايي، د لويې څارنوالۍ د يوه کارکوونکي د وژل کېدو په تړاو يې  درې کسان  نيولي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لويې څارنوالۍ د بوديجې آمريت مدير دوهم بريدمن تميم تېره شپه شاوخوا اته بجې د چهاردهي په چهار قلعه سيمه کې ناپېژاندو وسله والو وژلى دى.

ده زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې نوموړى له دندې څخه کور ته روان وو چې لومړى ټپي شوى او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هغه په وينا، د دې پېښې په تړاو پوليسو درې تنه نيولي او اوسمهال ترې پوښتنې روانې دي.

لويې څارنوالۍ هم په خپلې فيسبوک پاڼه کې د دې پېښې د جدي څېړلو غوښتنه کړې او ويلي دي چې دغه ډول کړنې د عدالت په پلي کولو کې د لويې څارنوالۍ خنډ نه شي ګرځېداى.

 همدا راز نن سهار د اتمې حوزې اړوند د رحمان مېنې په دوصد فاميليو سيمه کې يو تن پر ډزو ټپي شوى دى.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط، پژواک ته وويل چې د ملي امنيت يو کارکوونکى چې کله نن سهار له خپله کوره راوتلى و، د کور په مخې کې د دوو موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو ټپي شو او وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

د ده په خبره، تر پېښې وروسته، سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه.

خو د دې پېښې په تړاو د کابل پوليسو ناخبري وښوده.

login or register a new account.