فېروزکوه (پژواک، ۲۴ وری ۹۸): په غور ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې، د دغه ولایت د عملیاتي قطعې قوماندان په ګډون اووه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د غور د دولینه ولسوال طاهر افضلي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ( د وري ۲۳مه) د امنیتي ځواکونو اکمالاتي کتار د دغه ولایت د شهرک او دولینه ولسوالیو په صفري ساحه کې د ((کور اب لیلا) په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.
نوموړي زیاته کړه چې په یاد کمين کې د غور ولایت د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان فقیراحمد نوري د یو ملکي تن په ګډون له خپلو شپږو سرتېرو سره وژل شوی او شپږ نور پولیس ټپیان دي.
افضلي وویل چې طالبانو په دغه بريد کې د امنیتي ځواکونو درې انټرنیشنل موټر، یو هاموې او یو رېنجر موټر سوځولي دي.
د دولینه ولسوال په وینا، دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
له بل پلوه د غور والي ویاند عبدالحي خطیبي دا پېښه تایید کړه؛ خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د سیمه ییزې اردو ځای پر ځای کولو او د غور شپږو لوېدیځو ولسوالیو ته د اکمالاتو لېږدولو په حال کې وو چې د طالبانو له کمين سره مخ شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن