کندز (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨): د کندوز ښار او چهاردرې ولسوالۍ له نښتو، لسګونه ټپيان او لس مړي ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او اوس هم د ولايت په مرکز کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کندوز ولايت په مرکز او چهاردرې ولسوالۍ کې بريدونه پيل کړي او اوس (له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې) هم دوام لري.
د کندوز ولايتي روغتون د بېړنۍ څانګې يوه ډاکټر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې تر ١١ بجو له دغو نښتو څخه ٥٥ ټپيان او لس مړي ياد روغتون ته وروړل شوي دي.
دى د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې د دولتي ځواکونو کسان او ملکي وګړي شامل دي.
خو د دغه روغتون مشر ډاکتر نعیم منګل نن له غرمې مخکې په نهو بجو ويلي و چې په دغو نښتو کې ټپيان شوي ۳۹ تنه دغه روغتون ته د درملنې لپاره وروړل شوي چې ۲۲ يې دولتي ځواکونه او ۱۷ نور ملکي وګړي دي.
خو د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني، په يادو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه يواځې دومره وويل چې له دولتي ځواکونو دوه تنه ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، طالبانو د کندوز په مرکز کې د شینوارو، چرخ آب او زرخرید سېمو او چهاردرې ولسوالۍ کې بريدونه کړي.
ده چې له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو يې خبرې کولې وويل چې چهاردره کې جګړه درېدلې، خو د کندوز د مرکز په يادو سيمو کې لاهم نښتې روانې دي.
د کندوز ښار د زرخرید سيمې یو اوسېدونکي امرالدین وايي چې په دغه سيمه کې د پوليسو دوه پوستې طالبانو نيولي او د امنيتي ځواکونو یو ټانک او څو موټر سوځېدلي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي محمد رباني هم د طالبانو لاسته د يادو دوو پوستو لوېدل تاييدوي، وايي چې د کندوز د مرکز اوسنى وضعیت د اندېښنې وړ دى.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو پوستو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
طالبانو ويلي چې د چهاردرې ولسوالۍ په اړوند د ګل تېپې ( نوى اعلان شوې ولسوالۍ) مرکز او د باغ شرکت بېز(هډه) يې کلابند کړي او دوه پوستې يې هم نيولې دي.
login or register a new account.