کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۸): یوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې خلک د افغانستان پر مالکیت د سولې خبرو اترو ته هیله من دي او د ټاکنو ترسره کېدو تر څنګ له وسلخ والو مخالفینو سره د مذاکراتو لپاره د ګډ پلاوي جوړښت ګټور بولي.
دا نظرپوښتنه د ((رونډ ۳ افغانستان)) بنسټ له لوري د درېیو میاشتو په موده کې په کابل ولایت کې ترسره شوې ده.
په نظرپوښتنه کې له نږدې زرو محصلینو، د ښوونځيو او پوهنتونونو ښوونکو، دولتي کارکوونکو او کسبګرو سره مرکې شوې دي.
د دې نظرپوښتنې موندنې نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره شریکې شوې.
په نظرپوښتنه کې له مرکه کوونکو ((د افغانستان له محوریت پرته د سولې بهیر))، ((د سولې په خبرو کې د پلاوي جوړښت))، ((سولې ته له رسېدو وروسته د حکومت جوړېدو څرنګوالي)) او ((د سولې له ټینګښت وروسته د جګړې کمښت)) په تړاو پوښتنې ترسره شوې دي.
په نظرپوښتنه کې ۴۹ سلنه مرکه شوو د افغانستان له محوریت پرته د سولې بهیر بې پایلې، ۲۷ سلنه نسبي پایلې او پاتې ۲۴ سلنه یې پایله مثبت ګڼلې ده.
په یاده نظرپوښتنه کې مرکه شوو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د مرکچي پلاوي جوړښت دې څرنګه وي؟ ۶۱ په سلو کې د ګډ حکومتي، سیاسي او مدني جریانونو پلاوي پلوي کړې، درویشتو یې د حکومت ګډ پلاوي غوښتنه او شپاړس سلنو یې د دولتي پلاوي غوښتنه مطرح کړې ده.
دغه راز د نظرپوښتنې ګډونوالو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې بهیر په پای ته رسېدو کوم انتخاب ((د ملي یووالي حکومت دوام))، ((د موقت حکومت جوړول)) او یا ((د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول)) غواړي، ۶۴ سلنو یې پر ټاکلې نېټه د ټاکنو ترسره کولو، ۱۸ سلنو د ملي یووالي حکومت پر تداوم او پاتې ۱۸ سلنو يې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
دغه راز مرکه شوو د دې پوښتنې په ځواب کې که د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې بریالۍ شي، په افغانستان کې به څو سلنه جګړه راکمه شي؟ ۷ سلنه مرکه شوو ویلي چې ۱۰۰ سلنه جګړه کمېږي، ۲۷ سلنې د ۷۰ فیصده، ۲۶ سلنې ۵۰ سلنه، ۲۲ فیصده ۳۰ سلنه او پاتې ۱۳ سلنې یې ویلي چې ۱۰ سلنه امکان لري چې له سولې وروسته جګړه کمه شي؛ خو ۸ سلنې بیا ویلي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته په هېواد کې د جګړې کمښت ته هېڅ هیله مندي شتون نه لري.
د ((رونډ ۳ افغانستان)) بنسټ مشر شاه اقا همت چې په دې ناسته کې یې خبرې کولې، د یادې نظرپوښتنې ترسره کول د سولې رسېدو ته د غوره لارې لټول په ګوته کړل، ویې ویل چې د نظرپوښتنې پایلې له نړیوالو بنسټونو او له ملي یووالي حکومت سره شریکوي څو یې له مخې د سولې خبرو اترو پروګرام طرحه شي.
د یاد بنسټ مهم غړي احمد رشاد سنګوري په هېواد کې د شته ستونزو حل لار سوله وبلله ویې ویل: ((اندېښنې شته چې د سولې جرګه فرمایشي ده او مثبتې پایلې به ونه لري؛ خو د جرګې په پای کې د دې بنسټ نظرپوښتنه د لويې مشورتې جرګې له ترلاسه شوې پایلې سره پرتله شي وبه لیدل شي چې لویه جرګه فرمایشي ده او یا رښتیا ولسي.))
login or register a new account.